د حوثیانو د زندان څخه آزاد شوې 6 كسان سعودی عرب ته ورسيدل

صنعاء 02 جنوری (اے پی پی) د یمن آئینی حکومت بحالولو لپاره د جوړ عرب اتحاد وياند کرنل ترکی المالکی وئيلي دي چې د سعودی 6 بنديوان د یمن څخه د سعودی عرب کنګ سلمان ایئر بیس ته رسيدلې دي۔ د سعودی ورځپاڼې له مخې میډیا سره په خپلو خبرو كښې كرنل المالکی ووئيل د شريك پوځ کمانډر شهزادہ فهد بن ترکی بن عبدالعزیز د شريك پوځ کمانډ ځينې افسران او د بنديوانو د كورنيو كسان په ایئر بیس د هغوي هركلې لپاره موجود ؤ۔ ده ووئيل د عرب اتحاد شريك فورس کمانډ د سعودی بنديوان د سټاك هوم لوظنامې ترمخه آزادولو كښې د ریډ کراس په هڅو د هغوي مننه وكړه۔