د جوائنټ چيفس آف سټاف کميټۍ چيئرمېن د نېول هيډ کوارټرز دوره، په آپرېشنل چارو بريفنګ

اسلام آباد 13 جنوري (اے پي پي) د جوائنټ چيفس آف سټاف کميټۍ چيئرمېن جنرال نديم رضا د نېول هيډ کوارټرز دوره كړې۔ د دورې په مهال د جوائنټ چيفس آف سټاف کميټۍ چيئرمېن جنرال نديم رضا د نېوي چيف اېډمرل ظفر محمود عباسي سره د ملاقات په مهال په وظيفائي چارو او د منطقې په مجموعي صورتحال د خيالاتو څرګندونه كړې۔ په موقع د پاك بحريې يوې چتك ډلې د جوائنټ چيفس آف سټاف کميټۍ چيئرمېن جنرال نديم رضا هركلے وكړو۔ په دې موقع د جوائنټ چيفس آف سټاف کميټۍ چيئرمېن جنرال نديم رضا ته په آپرېشنل چارو بريفنګ هم وركړې شو۔ د نېوي مشر اېډمرل ظفر محمود عباسي د جوائنټ چيفس آف سټاف کميټۍ چيئرمېن جنرال نديم رضا په نوې ذمه وارو سنبهالولو هغه له مباركي وركړه۔