د جمو و كشمير په شخړه د چين پوزيشن واضح او سپېخلې دے٬ دا تاريخي شخړه ده٬ بايد د ملګرو ملتونو د چارټر له مخې هواره كړې شي

اسلام آباد 17 جنوري(اے پي پي) د چين خارجه وزارت وئيلي دي د جمو و كشمير په شخړه د چين پوزيشن واضح او سپېخلې دے٬ دا تاريخي شخړه ده٬ بايد د ملګرو ملتونو د چارټر له مخې حل كړې شي٬ سلامتي كونسل له د اوسني پېشرفت په بنياد مقبوضه كشمير كښې وضعې ته پاملرنه پكار ده٬ د جمو كشمير په كشاله هندۍ ميډيا مختورنه شوې۔ د جمعې په ورځ د چين خارجه وزارت وياند د اوونيز بريفنګ په مهال د كشمير په شخړه د هندي ميډيا د تاٶ ژنو پوښتنو زړه ور ځوابونه وركړي چې ورسره د جمو كشمير په كشاله هندۍ ميډيا مختورنه شوې٬ د كشمير كشالې پحقله د سلامتي كونسل د غړو د ملاتړ پحقله د هند ميډيا د پوښتنې په ځواب وياند ووئيل د جمو و كشمير په شخړه د چين پوزيشن واضح او سپېخلې دے٬ دا تاريخي شخړه ده٬ بايد د ملګرو ملتونو د چارټر له مخې هواره كړې شي٬ سلامتي كونسل له د اوسني پېشرفت په بنياد مقبوضه كشمير كښې صورتحال ته پاملرنه پكار ده۔ وياند ووئيل د پاكستان او هند ترمېڼجه دا معامله تل د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په اېجنډا پاتې ده او سلامتي كونسل له د اوسني پېشرفت په بنياد مقبوضه كشمير كښې صورتحال ته پاملرنه پكار ده۔ وياند ووئيل چين به سيمه ايز امن او استحكام په ځائ ساتلو لپاره خپل تعميري كردار دوامداره ساتي او هند له په دې لړ كښې سوچ او د سلامتي كونسل د غړو هېوادونو د درخواست ځواب وركول پكار دي ځكه چې د سلامتی کونسل غړي هېوادونه د مقبوضه جمو و كشمير په صورتحال اندېښنه لري۔ وياند ووئيل د سلامتي كونسل بيا د سره جاج اخستو څخه تاٶ تريخوالې كښې كمې او د مسئلې هواري له پېشرفت ممكن دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل روسيه د سلامتي كونسل مهم هېواد دے او د كشمير په كشاله ئې زړه ورې خبرې كړې دغسې د سلامتي كونسل ټولو غړو هېوادونو په سپينو ټكو د كشمير په كشاله د خپلو اندېښنو څرګندونه كړې ۔ وياند ووئيل په شخړيزه منطقه كښې د هند په خيالاتو پوهېږو٬ د چين د سپېځلي سوچ او واضح دريځ نه هند خبر دے٬ چین د كشمير په مسئله د سلامتيا كونسل په جاج اخستو كښې په بشپړه توګه شامل شوې ۔ وياند ووئيل د جاج اغستو په غونډه كښې ګډون په منطقه كښې تاٶ تريخوالي كښې كمې٬ سيمه ايز امن او استحكام لپاره دے٬ كه هند د دې ټولې معاملې بل څه مطلب اخلي نو دا بله خبره ده۔ د چين د خارجه وزارت وياند په پاكستان او هند زور رواړو چې ھغوي تاٶ تريخوالې كم او د زغم څرګندونه وكړي۔ هغه ووئېل پاکستان او هند سره په تماس كښي يو او مونږ به مثبت