د ترکيه او امريکې د چيفس آف جنرل سټاف په برسلز كښې ملاقات

برسلز 16 جنوري (اے پي پي) د تركيې د وسله والو ځواكونو مشر جنرال ياشار ګولير د امريكې خپل همڅنګ مارك مېلے سره ملاقات كښې د سوريې په وضعه د خيالاتو څرګندونه كړې۔ د تركيې د خپرونو ادارې له مخئ جنرال ياشار ګولير د ناټو د وسله والو ځواكونو د مشرانو غونډې كښې د ګډون په مهال د بېلجيم كښې د امريكې خپل همڅنګ سره ليدلي۔ د امريکې د وسله والو ځواكونو وياند كرنل ډي ډي هاف هل يو بيان كښې وئيلي دي د دواړو مشرانو ترمېنځه د ملاقات په مهال په سوريه كښې د امنيتي وضعې او په منطقه كښې د تركيه او امريكې د مرستې په اهميت خبرې شوي٬ امريكا تركيه سره دوه اړخيزه ستراتېژك اړيكې ډېر د اهميت وړ ګڼي