د بنګله دېش كركټ لوبډله به (نن) پاكستان ته رارسېږي

اسلام آباد 21 جنوري(اے پي پي) د بنګله دېش كركټ لوبډله به (نن) د شورو په ورځ پاكستان ته راسي۔ د پاكستان او بنګله دېش ترمېنځه وړومبې ټي ټونټي مېچ به د جنورۍ په 24مه نيټه د جمعې په ورځ په قذافي لوبغالي لاهور كښې كېږي۔ په مېچ كښې به د پاكستان قيادت شعېب ملك څوك چې په دې وروستيو كښې د قامي ټي ټونټي سكواډ برخه جوړ شوې كوي خو د جمعې په ورځ به مېچ د بابر اعظم په قيادت كښې كېږي۔ په سيريز كښې ګډون لپاره به د بنګله دېشن لوبډله د جنورۍ په 22مه نيټه د شپې لاهور ته رارسي٬ په 24 م ٬ 25م او 27مه جنورۍ به په قذافي لوبغالي لاهور كښې دواړه لوبډلې مېچونه كوي۔ مېلمه لوبډله به د جنورۍ په 28مه نيټه هېواد ته ستنېږي