د بلوچستان ګورنر امان لله خان ياسين زي په صوبه كښې په واوره ځپليو سيمو كښې د مرستې چارو لا زياتولو هدايت وكړو

اسلام آباد 19 جنوري (اے پي پي) د بلوچستان ګورنر امان لله خان ياسين زي په صوبه كښې په واوره ځپليو سيمو كښې د مرستې چارو لا زياتولو هدايت وكړو. د راډيو پاكستان له مخې ده دا هدايت په صوبه كښې د سختې واورې ورېدو په وجه د پېدا شوي صورتحال جاج اخستلو لپاره د كراچې نه تر كوئټه په سړك د سفر كولو په مهال جاري كړے. ګورنر د خضدار، قلات، سوراب او د مستونګ د سيمو دوره وكړه او د انتظاميې او فرنټيئر كور بلوچستان د جذبې ستائنه ئې وكړه.