د افغانستان په كونړ ولايت كښې د داعش 9 غړي د وسلې نه لاس په سر شول

کابل 13 جنوري (اے پي پي) د افغانستان په ختيځ کونړ ولايت كښې د داعش 9 غړي د وسلې نه لاس په سر شوي دي۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د افغان ملي اردو لخوا د جاري شوي بيان له مخې د كونړ په منوج اولسوالۍ كښې د يوې كاروائۍ په مهال د داعش 9 غړي د وسلې نه لاس په سر كېدو سره خپل ځانونه ملي اردو ته سپارلي دي۔ د يادونې وړ ده چې د تېرو څو مياشتو په مهال په ننګرهار او كونړ ولايتونو كښې د افغان امنيتي ځواكونو د كرېك ډاٶن په مهال د داعش 1300 نه زيات اهلكار د وسلې نه لاس په سر شوي دي