د اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان د وزيراعظم په مشرۍ كښې د پاكستان تحريك انصاف د كور كمېټۍ غونډې نه پس مېډيا ته بريفنګ

APP60-16 ISLAMBAD: January 16 - Special Assistant to PM for Information and Broadcasting Dr. Firdous Ashiq Awan talking to media persons at PNCA. APP Photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 16 جنوری (اے پی پی) وزيراعظم د پاكستان پراخه ګټې٬د جمهوريت تسلسل او سياسي استحكام لپاره د اتحادي ګوندونو په مرسته كولو مننه او د اتحاديانو سره په ګډه هر ممكنه اقداماتو له د عزم څرګندونه كړې ده ٬وزيراعظم د قانون سازۍ لپاره جوړې كمېټۍ ته سپارښتنه و كړه چې اولسي آسانيو او د ستونزو مخ نيوي لپاره د قانون سازۍ په شمول د احتساب آرډيننس او د اپوزېشن بدلونونه په غور سره اوګورې ٬مونږ د خپلو ادارو تشخص په هېڅ ډول مجروح كولې نه شو٬پاك پوځ او د قامي سلامتيا ادارې زمونږ وياړ او وقار لرونكې دي ٬كور كمېټۍ په هند كښې د مسلمانانو سره په تړلې نفرت د تحفظاتو څرګندونه وكړه۔دې د پاكستان تحريك انصاف كور كمېټۍ غونډې نه پس مېډيا ته ووئيل د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د كور كمېټۍ غونډه كښې په د پاكستان كښې په موجوده سياسي وضعه د خيالاتو څرګندونه شوې۔په غونډه كښې يو ځل بيا وزيراعظم عمران خان د ټولو اتحاديانو مننه وكړه چا چې د پاكستان پراخه ګټې لپاره د هغه په مشرۍ د باور څرګندونه كړی۔د اتحاديانو په حقله ټولې ډنډورې ختمې شوي۔ دې ووئېل وزيراعظم كور كمېټي د هغه اقداماتو څخه خبر كړه كوم چې د معاشي محاذ٬سياسي مېدان او د كشمير په حقله پورته كرې شوي۔دې ووئيل د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل كښې په درېم ځل د كشمير په مسئله بحث شوې٬عمران خان د كشميريانو هلو ځلو ته ودې وركولو له خارجه وزير د امريكې په دوره لېږلې ۔ خاص مرستيالې ووئېل وزيراعظم په كور كمېټۍ كښې ټول سياسي قيادت ته دا سپارښتنه كړې چې 5 فروري د كشمير ورځ د نړيوالې ايجنډې لپاره روډ مېپ جوړ كړې ٬حكومت به د يو والي څرګندونه كوي۔دې ووئيل د كور كمېټۍ په غونډه كښې وزيراعظم عمران خان د آئي اېل اېف په حقله قامي اصلاحاتو فريم ورك په حقله خبر كړه۔پارليمان كښې د قانون سازۍ عمل په مثبت انداز مخ په وړاندې بوتللو باندې وزيراعظم د اطمينان څرګندونه وكړه۔ دې ووئېل اولسي آسانيو لپاره د قانون سازۍ عمل مخ په وړاندې بوتلو له جوړې كمېټۍ ته وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې د نېب آرډيننس په حقله زمونږ بل او د اپوزېشن بدلونونه په غور سره اوګوري۔وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې پارليماني غړي٬ځايې قيادت دې اولسي رابطې زياتې كړي۔كور كمېټۍ د هند په چاپېرچل كښې د مسلمانانو سره تړلې په نفرت د تحفظاتو څرګندونې سره په ډاګه كړه چې هند د مسلمانانو نسل كشۍ له يو ناوړه پلان جوړ كړې د كوم چې پاكستان غندنه كوي۔كور كمېټۍ د كابينې غړي د اړخه په نجي ټاك شو كښې پھ اختيار كړی رويه د تحفظاتو څرګندونه وكړه۔ خاص مرستيالې ووئېل وزيراعظم د دې عزم څرګندونه كړې چې مونږ به د خپلو ادارو تشخص مجروح نه كړو۔وزيراعظم آزاد جمو كشمير او نورو سيمو كښې د بارانونو او واورې له امله په شوي زيان د افسوس څرګندونې سره اړوندو صوبائي حكومتونو ته سپارښتنه كړې چې د اېن ډي اېم اے سره په ګډه كار وكړئ۔