د اسلامي نړۍ تجربه كار سياستدانان هم هغو ستونزو سره مخ دي، كومو سره چې زما حكومت مخ دے. وزيراعظم عمران خان

اسلام آباد 19 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د اسلامي نړۍ تجربه كار سياستدانان هم هغو ستونزو سره مخ دي، كومو سره چې زما حكومت مخ دے. د اتوار په ورځ په ټويټر په خپل يو ټويټ كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل چې د اسلامي نړۍ تجربه لرونكي سياستدانان هم داسې ستونزو سره مخ دي كومو سره چې زما حكومت مخ كېږي. ده ووئيل چې هغه هم د لوي سياسي مافياز پشان د كشالو مقابله كوي. وزيراعظم عمران خان ووئيل چې سياسي مافيا مالېزيا ديواليه، مقروض او رياستي ادارې تباه كړې دي.