خارجه وزير شاه محمود قريشي د تركيې په ختيځه سيمه كښې په سخته زلزله او د دې په نتيجه كښې په ځاني او مالي زيان خواشيني وښودله

اسلام آباد 25 جنوري (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي د تركيې په ختيځه سيمه كښې په سخته زلزله او د دې په نتيجه كښې په ځاني او مالي زيان خواشيني ښودلې او وئيلي ئې دي چې تركيه كښې په زلزله كښې په ځاني زيان خفه شوے يم. د خالي په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې مونږ د تركيې مشرتابه او اولس سره غمرازي كوو. ده ووئيل چې د سختې په دې وخت كښې ټول پاكستانې قوم د تركيې د خپلو وروڼو خوئېندو په غم كښې برابر شريك دے. خارجه وزير په زلزله كښې د حق رسېدليو بخښنې او د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره دعا هم وكړه.