حكومت ادارې ګټورو جوړولو له اصلاحات كوي۔ د رياستي ادارو سپېځلې او ګټوره نجكاري د تحريك انصاف حكومت عزم او د وزيراعظم ترجيحات كښې شامل ده

APP52-29 ISLAMABAD: January 29 - Federal Minister/Chairman for Privatization, Mohammedmian Soomro along with Dr. Firdous Ashiq Awan, Advisor to PM on Information & Broadcasting jointly addressing a press conference at PID Media Centre. APP photo by Irfan Mahmood

اسلام آباد ۔ 29 جنوری (اے پی پی) د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي حكومت سركاري ادارې ګټورو جوړولو له اصلاحات كوي۔ د رياستي ادارو سپېځلې او ګټوره نجكاري د تحريك انصاف حكومت عزم او د وزيراعظم ترجيحات كښې شامل ده۔ هېواد كښې د نجكارۍ عمل پېل كېدونكې دے۔ د ادارو سپېځلې نجكاري كولو او دغه ګټوره جوړولو سره د اولسي خېر ښېګړې لپاره كار كوؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د شورؤ په ورځ د نجكارۍ وزير محمد مياں سومرو سره په ګډه خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ دې ووئيل حكومت د سركاري ادارو ګټورو جوړولو له اصلاحات كوي۔ دې ووئيل هېواد كښی د نجكارۍ عمل پېل شوې ۔ دې ووئيل مياں محمد سومرو د وزيراعظم ريفارمز ايجنډا مخ په وړاندې په زړه پورې ډول بوځي۔ د ده په مشرۍ كښې د نجكارۍ عمل پېل كېدونكې دے۔ په دې مهال خپله وېنا كښې د نجكارۍ وزير مياں محمد سومرو ووئيل د نېشنل پاور پاركس مېنجمنټ نجكارۍ عمل پېل شوې ۔ د دوه اېل اېن جي پاور پلانټس نجكارۍ كښې غېر ملكي سرمايه كار خوښي لري۔ د روان مالي كال په مهال به د او جي ډي سي اېل ٬ پي پي اېل او د كنونشن سنټر د نجكارۍ عمل ترسره شي۔ دغسې د نېشنل سروسز هوټل ٬ اېس اېم اي بېنك او د ماړي پټروليم نجكاري به هم روان كال ترسره شي۔ ده ووئېل 13 کمپنیو د اېل اېن جی پاور پلانټس نجکارۍ له بولي جمع كړې ۔ ده ووئيل د نړۍ لويې كمپنۍ په اولني ځل پاكستان كښې نجكارۍ كښې برخه اخلي۔ په دې مهال د يوې پوښتنې په ځواب كښې خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل اولسي زمكه به د اولس ګټې له كارولې شي۔ د وزيراعظم د كورونو جوړولو منصوبې سره به د روزګار د لكھونو په شمېر موقعې رامخې ته شي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې محمد مياں سومرو ووئيل په ما ځينې تورونه لګولې شوي ۔ زما مندره كښې كومه زمكه نشته۔ په دې اړه دي د حقائقو تر مخه راپور جوړ كړې شي چې ورسره حقيقت رامخې ته ش