اېران به د امريكې په ضد د جرائمو نړيوال عدالت ته مراجعه كوي

تهران 15 جنوری (اے پي پي) اېران په بغداد كښې د هوائي بريد په مهال د جنرال قاسم سلېماني مرګ لپاره د امريكې حكومت او وسله والې ډلې ذمه وار ګرځولو سره د دوي په ضد په هيګ كښې د جرائمو نړيوال عدالت ته د مراجعې كولو اراده كړې. د اېران عدالتي وياند غلام حسېن اسماعيلي وئيلي دي چې مونږ د امريكائي پوځ، حكومت او ډونلډ ټرمپ په ضد د دې جرم په معامله مقدمه كوو. ده ووئيل چې د امريكې په ضد د اېران په بېلا بېلو عدالتونو او ستره محكمه كښې مقدمه چلولې شي.