اومېګا دبئي ډيزرټ كلاسك ګالف ټورنامنټ به ﴿سبا﴾ پېل كېږي

دبئي 21 جنوري (اے پي پي) اومېګا دبئي ډيزرټ كلاسك ګالف ټورنامنټ به ﴿سبا﴾ د زيارت په ورځ د متحده عرب اماراتو د دبئي امارات ګالف كلب په مجلس كورس كښې پېل كېږي. د خبر له مخې دې ټورنامنټ لپاره په بشپړه توګه چمتووالې نيول شوے. په ټورنامنټ كښې به د ټولې نړۍ څخه د ګالف نامتو لوبغاړي ګډون كوي. د امريكې د ګالف لوبغاړې برېسن ډي به د خپل اعزاز دفاع كوي. ټورنامنټ لپاره 32 لكه 50 زره امريكائي ډالر د انعام په توګه كېښودل شوي دي. دا ټورنامنټ به د جنورې په 26مه نېټه پاې ته رسي