اولس مشر ډاكټر عارف علوي وړومبې مېرمن بېګم ثمينه علوي سره يوځائ بې وسه خلقو لپاره د جوړې شوې پناګاه او ټراما روغتون صدر ناڅاپي دوره وكړه

كراچې 19 جنوري (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وړومبې مېرمن بېګم ثمينه علوي سره يوځائ بې وسه خلقو لپاره د جوړې شوې پناګاه او ټراما روغتون صدر ناڅاپي دوره وكړه. اولس مشر د پناګاه اوسېدونكو سره ملاقات او خبرې وكړې. اولس مشر د هغوي نه د اسانيو پوښتنې وكړې او دوي سره ئې ډوډې هم وخوړه. اولس مشر د انتظاميې نه هم د اسانيو په اړه پوښتنې وكړې.