انټر بورډ سپورټس ګالا د پائې دستوره كښې به ډاکټر فهميده مرزا خاص مېلمنه وي

اسلام آباد 14 جنوري (اے پي پي) انټر بورډ سپورټس ګالا د پائي دستوره به نن د شورو په ورځ كېږي۔ په دستوره كښې به د بېن الصوبائي رابطو وفاقي وزيره ډاکټر فهميده مرزا خاص مېلمنه وي۔ دستوره كښې به د اطلاعات او خپرونو وفاقي سېكتر اکبر حسېن دراني د اعزازي مېلمه په توګه ګډون كوي۔ د نهې په ورځ په مقابلو كښې په بيډمنټن كښې د انټرميډيټ سېکنډري ايجوکيشن بورډ پېښور او د ملتان بورډ فائنل لپاره كواليفائي كړې۔ دغسې د اېتھليټکس په سل ميټره منډه كښې د ګجرانواله نديم وړومبې پوزيشن د پېښور بورډ واجد دوېم پوزيشن او د لاهور اسامه درېم پوزيشن ترلاسه كړې۔ په 800 ميټره منډه كښې د اسلام آباد سميع الله وړومبې ٬ د اسلام آباد قاسم درېم او فېصل آباد بهاول درېم پوزيشن ترلاسه كړې٬ په شاټ پټ مين كښې وړومبې پوزيشن د پېښور بورډ ذيشان خان ٬ دوېم پوزيشن د لاهور رستم يونس او درېم پوزيشن د ګجرانواله محمد زېن ترلاسه كړې ٬ په لانګ جمپ كښې وړومبې پوزيشن د فېصل آباد اسفر خان دوېم پوزيشن د پېښور واجد علي او درېم پوزيشن د لاهور محمد ابرار په برخه رسېدلې۔ په هاکۍ سيمي فائنل كښې لاهور سوات ته