المان ٬ په امريكائي پوځي اډه 2 امريكائي عسكر مړه وموندلې شول

برلن ۔ 14 جنوری (اے پی پی) المان كښې د سپانډا ليم په امريكائي پوځي اډه 2 امريكائي عسكر مړه موندلې شوي دي۔د پوځي اډې وېب سائټ له مخې دوئي پائيلوټان وو د كومو مړي چې د روانې مياشتې 9 مې نېټې څخه په بسترو پراته وو۔ د ترکيا خپرونې ادارې له مخې ددې پائيلوټانو د مرګ سبب معلومولو له هڅې روانې دي۔ دا خبره دې ياده وي چې په سپانډا لیم پوځي اډه دا مهال نزدې څلور زره امريكائي عسكر موجود دي