المان ، فرانس او برتانيه مينځني ختيز كښې شخړو كمولو ته سلا شول

برلن 06 جنوری(اے پی پی) د المان چانسلره انجیلا میرکل، د فرانس اولس مشر ایمانویل میکرون او د برتانيې وزیراعظم بورس جانسن په امريكائي بريد كښې د ایران جنرال قاسم سلیمانی مړينې له امله د دواړو هېوادونو ترمينځه د زيات شوي تاؤ ترېښوالې ترمخه په مينځني ختيز كښې د شخړو كمولو له په ګډه كار كولو ته سلا شوي۔ دا خبره د المان حکومت وياند خپل يو بيان كښې كړې۔ ده ووئيل په دې لړ كښې د المان چانسلرې انجیلا میرکل د فرانس اولس مشر ایمانویل میکرون او د برتانيې وزیراعظم بورس جانسن سره تيلي فوني تماس په مهال كړې او درې واړه لارښود دې خبرې ته سلا شوي چې مينځني ختيز كښې شخړي كمولو ته اړتيا ده۔