افریقه كښې د ترهه ګرو مخنيوي لپاره فرانس د نورو عسكرو لېږلو پريكړه

پیرس 14 جنوری (اے پی پی) فرانس او لويديزو افریقائي هېوادونو ساحیل كښې د شدت خوښو سره جنګ لپاره پوځي اتحاد راجوړوي ۔فرانس او د لويديزې افریقې 5 هېوادونو ساحیل سيمه كښې د شدت خوښو سره جنګ لپاره خپل پوځي اتحاد كولو لپاره د يو كنفرنس په مهال دا خوښي څرګنده كړې۔ د لوظنامې ترمخه فرانس به خپل 220 اضافی عسكر ساحیل سيمې ته لېږي۔بركینا فاسو، چاډ، مالی، موریطانیه، نائجر او د فرانس اولس مشرانو يو شريك بيان كښې وئيلي دي مونږ به د افریقې صحرا ریګستان سيمه كښې د داعش په ضد جنګ ته پام لرنه كوو۔ټولو هېوادونو امریكې ته خپلو عسكرو له د لاجسټك مرستې وركولو غږ كړې