ابوظهبي اوپن ګالف چېمپئن شپ به ﴿نن﴾ پېل كېږي

ابوظهبي 15 جنوری (اے پي پي) ابوظهبي اوپن ګالف چېمپئن شپ به ﴿نن﴾ د زيارت په ورځ په متحده عرب اماراتو كښې په ابوظهبي كښې پېل كېږي. د خبر له مخې دې چېمپئن شپ لپاره پوره چمتووالې نيول شوے. په چېمپئن شپ كښې به د ګالف د نړۍ نامتو لوبغاړي برخه اخلي. په چېمپئن شپ كښې به د آئرلېنډ لوبغاړې شېن لوري د خپل اعزاز دفاع كوي. دې چېمپئن شپ لپاره د 70 لكه ډالرو انعامي رقم كېښودل شوے. دا چېمپئن شپ په كال 2006م كښې پېل شوے و او په ابوظهبي ګالف كلب كښې كېږي. دا چېمپئن شپ به د جنورې په 19مه نېټه پاې ته رسي.