په چين كښې د ټرك چپه كېدو په پېښه كښې 7 كسان مړه شوي دي

بيجنګ 08 دسمبر (اے پي پي) په چين كښې د ټرك چپه كېدو په پېښه كښې 7 كسان مړه شوي دي. د ځائي چارواكو له مخې دا پېښه د يننان ولايت په لويه لار هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې ټرك د سړك غاړې سره وجنګېدو او بل پلو نه راروان يو وړوكې موټر او موټرسائيكل تر ټرك لاندې راغلل. په پېښه كښې 7 كسان مړه او 2 ژوبل شوي دي. پوليسو د پېښې پلټنې پېل كړې دي.