په هند كښې په كارخانه كښې د اور لګېدنې په پېښه كښې 43 كسان مړه شوي دي

نوې ډيلې 08 دسمبر (اے پي پي) د هند په پلازمينه نوي ډيلي كښې په كارخانه كښې د اور لګېدنې په پېښه كښې 43 كسان مړه شوي دي. د نوي ډيلي پوليسو له مخې دا پېښه د اناج منډي سيمې په يوه كارخانه كښې هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې په كارخانه كښې ناڅاپي اور ولګېدو او د سترګو په رپ كښې خپور شو. د پوليسو له مخې په پېښه ك ښې 43 كسان سوځېدو سره مړه شوي دي او د ريسكيو ډلو د 50 نه زيات كسان د كارخانې به بهر ويستلي دي. د پوليسو له مخې په اور قابو موندل شوې.