په مېكسيكو كښې د پوليسو او وسله والې ډلې ترمېنځه په نښته كښې 14 كسان وژل شوي دي

مېكسيكو سټي 01 دسمبر (اے پي پي) په مېكسيكو كښې د پوليسو او وسله والې ډلې ترمېنځه په نښته كښې 14 كسان وژل شوي دي. د مېكسيكو د شمالي كواهوئلا ايالت چارواكو وئيلي دي چې پوليسو د يوې وسله والې ډلې په ضد پرېكنده عمليات كړي دي او د نښتې په مهال 14 كسان وژل شوي دي. د چارواكو له مخې په نښته كښې 10 وسله وال او 4 پوليس سرتېري وژل شوي دي.