په مقبوضه كشمير كښې هندي ځواكونو د نومبر په مياشت كښې 7 كشميريان شهيدان كړي دي

سرينګر 01 دسمبر (اے پي پي) په مقبوضه كشمير كښې هندي ځواكونو د خپلې رياستي ترهګرې په روانو كارروائيو كښې تېره مياشت په نومبر كښې 7 كشميريان شهيدان كړي دي. د كشمير مېډيا سروس د څېړنې څانګې لخوا جاري شويو شمېرو له مخې په دې موده كښې د هندي ځواكونو په ډزو، پېلټ ګن او د اوښكې بهيوونكي ګاز په استعمال كښې 82 كسان سخت ژوبل شوي هم دي. هندي ځواكونو 60 كسان نيولي دي چې پكښې زياتره ځوانان او سياسي كاركنان شامل دي. هندي ځواكونو په دې مياشت كښې يوې مېرمنې سره بدسلوكي كړې او د لټون كارروائيو په مهال ئې 3 كورونه تباه كړي دي. قابض چارواكو د اګست د 5مې نېټې نه تر اوسه خلقو ته د سرينګر په جامع جومات كښې د جمعې د لمونځ كولو اجازه نه ده وركړې.