په فلپائن كښې د خطرناك سمندري طوفان له امله د مړو شمېره 17 ته ورسېده

منيلا 04 دسمبر (اے پي پي)د فلپائن پايه تحت منيلا كښې د خطرناك سمندري طوفان كموري تباهي كړی٬د بېلو پیښو په نتيجه كښې تراوسه 17 كسه مړه او ګڼ شمېر بې دركه شوي۔د فلپائني ډيزاسټر ايجنسۍ وياند نمارك ټمبل له مخې تېره ورځ سمندري طوفان كموري د فلپائن سوئېلي ختيز سره نزدې تر ټولو زيات لوزون آبادۍ سره ټكر شوې ؤ چې د دې نه وروستو د باران او طوفاني هواګانو په لويه پېمانه تباهي كړې ۔د سمندري طوفان كموري له امله بېلا بېلو پیښو په نتيجه كښې د مړو شويو شمېره 17 ته رسېدلې او ګڼ شمېر كورونه تباه او په زرګونو كسان بې دركه شوي۔د چارواكو له مخې د طوفان له امله تراوسه 15 ملين ډالره زيان شوې او ً 3 لكه 45 زره كسان حفاظتي مركزونو ته منتقل كړی شوي دي