په فجي كښې د طوفان په وجه د 2500 نه زيات كسان بې كوره شوي دي

سووا 29 دسمبر (اے پي پي) په فجي كښې د طوفان په وجه د 2500 نه زيات كسان بې كوره شوي دي. د فجي چارواكو له مخې په دې طوفان كښې يو تن مړ شوے هم دے. چارواكو وئيلي دي چې د طوفان په نتيجه كښې په ټول هېواد كښې د 2500 نه زيات كسان بې كوره شوي دي. مړ شوے تن يو 18 كلن زده كوونكې و كوم چې تېر ماښام په يوه ندې كښې د ډوبېدو په وجه مړ شوے.