په عراق كښې دوه ځانمرګي بريدونه٬ د مقتدي صدر ملېشيا 11 جنګيالي مړه٬ درې ژوبل

بغداد 13 دسمبر(اے پی پی)د عراق په سامراﺀ ښار كښې د دوه ځانمرګي بريدونو له امله 11 ترهه ګر مړه او درې ژوبل شوي۔ د عراق ځواكونو له مخې وړومبې ځانمرګې بريد د سامرا سوئېلي لوېديز كښې تهر تهر جهيل سره نزدې د وسلې په ګودام وشو او يو بل ځانمرګي بريد كوونكي خپل ځان په چاودنه والوزولو چې پھ نتيجه كښې يې د شيعه لارښود مقتدي صدر ملېشيا 7 جنګيالي مړه او درې ژوبل شول۔ له بلې خوا دوهم ځانمرګې بريد هم په دې سيمه كښې شوې چرته چې ځانمرګي بريد كوونكي خپل ځان د چاودېدونكو توكو څخه ډك ګاډي سره په چاودنه والوزولو چې پھ نتيجه كښې يې د مقتدي صدر څلور جنګيالي مړه شول۔ د دې بريدونو ذمه واري كومې ډلې قبوله كړې نه ده