په سموا كښې د شري ناروغې په نتيجه كښې د مړو كسانو شمېره 79 ته رسېدلې

اپيا 22 دسمبر(اے پي پي) د بحراوقيانوس د سوئيلي سموآئي جزيرې په لوېديځه برخه كښې په سموا هېواد كښې شري وبائي شكل اختيار كړے، په ټول هېواد كښې د شري د ناروغې 5500 كېسونه رامخې ته شوي دي چې پكښې 79 كسان مړه شوي دي. د سموا حكومت په ټويټ كښې وئيلي دي چې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د شري د ناروغې 26 نوي كېسونه راغلي دي. دا هېواد كمه زياته دوه لكه آبادي لري او د خالي تر ورځ 94 فيصده آبادې ته واكسين وركړې شوي دي.