يوكرېن كښې د حكومت په ضد لاريونونه ٬ 26 مظاهرچينان ونيولې شول٬ 17 پوليس اهلكار ژوبل

کېف ۔ 18 دسمبر (اے پی پی) د یوکرېن پلازمينه كېف كښې د حكومت په ضد لاريونونو كښې 26 مظاهرچيان نيولي شوي۔ په دې مهال 17 پوليس اهلكار ژوبل شوي۔ کېف پولیس يو بيان كښې وئيلي دي تر ټولو فعاله مظاهرچيان پوليس نيولې دي او د هغوي په ضد به قانوني كارروائي كولې شي۔ بلخوا د زرګونو په شمېر مظاهرچيان پارلېمنټ څخه بهر راغونډ شوي دي۔