يوكرين سره د لوظ نامې په صورت كښې 25 فيصد ارزان ګاز ترلاسه كېدې شي۔ روس

ماسكو 11 دسمبر (اے پي پي) د روسيې اولس مشر ولادي مير پيوټن اعلان كړے چې كه يوكرين سره لوظنامه وكړو نو 25 فيصد ګاز ارزان ترلاسه كېدې شي۔ پيوټن د فرانس په پايه تخت پېرس كښې يو شريك پرېس كنفرنس كښې ووئيل چې كه يوكرين مونږ سره د زړه د اخلاصه په كډه كار كوي نو چې اوس په كوم نرخ ګاز ترلاسه كوو نو د دې په مقابله كښې ګاز 25 فيصد ارزان ترلاسه كېدې شي٬مونږ د پېشه ورانه صارفيت خبره كوو ځكه چې د يوكرين ښارونو ته د وړاندې څخه سبسډي ترلاسه كېږي