وزیراعظم عمران خان د قانون سازۍ چارې سر ته رسولو لپاره د كابينې كمېټي جوړه كړه

اسلام آباد 04 دسمبر (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان د قانون سازۍ چارې سر ته رسولو لپاره د كابينې كمېټي جوړه كړې ده ٬ د قانون وفاقي وزير فروغ نسیم به د كمېټۍ مشر وي او كمېټي به د قانون سازۍ٬ بدلون او د مجوزه قواعد او ضابطو لپاره سفارشات وړاندې كوي۔ د كابينه ډويژن لخوا د جاري كړې شوې اعلاميې له مخې وزیراعظم عمران خان خپل خاص احتيارات كارولو سره د قانون سازۍ چارې ترسره كولو لپاره د كابينې كمېټي جوړه كړې۔ د كمېټې چيئرمېن به د قانون او انصاف وفاقي وزير بېرسټر فروغ نسیم وي او د كمېټۍ په غړو كښې به د پاكستان اټارني جنرل ٬ د پارلماني چارو وفاقي وزير محمد اعظم خان سواتي، احتساب لپاره د وزیراعظم سلاحكار شهزاد اکبر، د انصاف او قانون وزارت سېكتر او د وزيراعظم آفس جوائنټ سېكتر او د كابينې سېكتر شامل وي٬ كمېټي به د مجوزه قواعد او ضابطو او د بدلون جاج اخلي