موريطانيه٬كډوال هېواد ته راوړونكې كشتۍ ډوبه شوه ٬ 57 كسه مړه

جنيوا 05 دسمبر (اے پي پي)د موريطانيه پولې سره نزدې د كډوالو يوه كشتۍ ډوبېدو له امله لږ تر لږه 57 كسان مړه شوي دي ۔د كډوالو يو نړيوال تنظيم(آئي او اېم)دا خبره په يو بيان كښې كړی۔د آئي او اېم له مخې پھ دې كشتۍ كښې 83 كسه لامبو وهلو سره تر ساحل رسېدو كښې كامياب شوي۔پھ دې كشتۍ كښې د مېرمنو او كوچنيانو پشمول 150 كسان ناست وو۔دا كشتۍ د نومبر په 27مه نېټه د ګيمبيا څخه روانه شوې وه او د موريطانيه تر پولې رسېدو څخه وړاندې بې قابو شوه وه