لېبيا 47 غېر قانوني مصري تاركين وطن د هېواد څخه وشړل

طرابلس 10 دسمبر (اے پی پی) لېبيا 47 غېر قانوني مصري تاركين وطن د هېواد څخه شړلي۔ د لېبيا د ختيز ښار بن غازي اميګرېشن كنټرول ډيپارټمنټ وئيلي دي چې تاركين وطن د لېبيا څخه د مصر پولې پلو روان كړې شوي دي چې پكښې كوچنيان او مېرمنې هم شاملې دي۔ د كډوالو نړيوال تنظيم ووئيل چې لېبيا د 6 لكه 50 زرو څخه زيات غېر قانوني تاركين وطن نيولي دي چې پكښې 6 زره مېرمنې او كوچنيان شامل دي۔ د يادونې وړ ده چې غېر قانوني تاركين وطن چې پكښې زياتره شمېره د افريقائي هېوادونو وي د لېبيا څخه د بحيره روم په لار د اروپا په پلو سفر كوي