فلپائن٬د سمندري طوفان له امله د مړو شمېره 13 ته ورسېده

منيلا05 دسمبر (اے پي پي)په فلپائن كښې د موري نومي سمندري طوفان له امله د مړو شمېره 13 ته رسېدلې ده ۔د دې مرګونو تصديق د فلپائن چارواكې لخوا د زيارت په ورځ شوې۔دا طوفان تېره ورځ د فلپائن ختيز پولې سره ټكر شوے ؤ۔د دې په سوب د منيلا نړيوال هوائي مېدان هم تر 12 ساعتو بند ؤ ۔ د فلپائن د قدرتي آفات مخ نيوي محكمې په مرګونو كښې د زياتوالي اندېښنه څرګنده كړې ده