سوئېلي فلپائن كښې ترافېكي پیښه٬ د څلورو ماشومانو پشمول شپږ تنه مړه

منيلا13 دسمبر(اے پی پی) سوئېلي فلپائن كښې د ګاډو خپلو كښې د ټكر كېدو پېښې په نتيجه كښې د څلورو ماشومانو پشمول شږ تنه مړه شوي۔ د پوليس له مخې دا پېښه د جمعې پھ ورځ سهار د منډاناؤ جزيرې د سلطان قدرت صوبې په ناكورونګ ښار كښې هغه وخت رامخې ته شوه كله چې يو ټرك او سپورټس ګاډې د تند رفتارۍ له امله موټرسائيكل او دوه ټرالي سائيكل سره ټكر شو چې په نتيجه كښې يې د څلورو ماشومانو پشمول شپږ تنه مړه او ګڼ شمېر نور سخت ژوبل شول۔ بلخوا پوليسو د پیښې په اړه پلټنې پیل كړي دي