سعودي سره په اختلافاتو كښې كمې راغلې. د قطر خارجه وزير

دوحه 08 دسمبر (اے پي پي) د قطر خارجه وزير محمد بن عبدالرحمان الثاني وئيلي دي چې سعودي سره په اختلافاتو كښې كمې راغلې. د سعودي دورې كولو نه پس ده ووئيل چې د قطر او سعودي ترمېنځه اختلافات كم شوي دي. الجزيره ټي وي سره په خبرو كښې ده ووئيل چې دواړه هېوادونه اوس د تعطل نه راوتلي دي. ده ووئيل چې د بحيره روم د مذاكراتو فورم په غونډه كښې هم پرمختګ شوے. د سعودي باچا د قطر امير ته د نهې په ورځ كېدونكي سيمه ايز كنفرنس كښې د ګډون كولو بلنه هم وركړې.