سري لنكن لوبډله د پاكستان سره دوه ټېسټ مېچونو سيريز له پاكستان ته راورسېده

اسلام آباد ۔09 دسمبر(اے پی پی) د سري لنكا كركټ لوبډله د پاكستان سره د دوه ټېسټ مېچونو سيريز كولو له پاكستان ته رارسېدلې ده۔ پاكستان ته په رارسېدو د سري لنكا لوبډلې ته د پاكستان كركټ بورډ چارواكو هركلې اووې۔ په دې مهال د امنيت سخت انتظامات شوي وو۔ د دواړو لوبډلو ترمينځھ اولنې ټېسټ مېچ به پنډۍ كښې سبا د شورؤ ورځې څخه تر 15 دسمبر روان وي۔ د سري لنكن لوبډله به نن د نهې په ورځ پرېكټس مېچ كوي۔ دې څخه وروستو به د دواړو لوبډلو سرلوبغاړي پرېس كنفرنس كوي۔ دوهم ټېسټ مېچ به د روانې مياشتې 19 مې نېټې څخه تر 23 مې نېټې نېشنل سټېډیم کراچی كښې كولې شي