سانتا کلاز د فِن لېنډ نه جاپان ته ورسېد

ټوکيو 04 دسمبر (اے پي پي) د کرسمس نه وړاندې سانتا کلاز جاپان ته رسېدلې دے۔ د جاپان د خپرونو ادارې له مخئ د فن لېنډ سانتا کلاز فاؤنډېشن لخوا د سانتاکلاز يوه ډله ټوكيو ته رسېدلې ده۔ د کنډرګارټن سکول ماشومانو د دوي تود هركلے وكړو٬ سانتا په دې موقع دوي ته ډالۍ وركړې او دوي سره ئې عكسونه جوړ كړل۔ د فِن اېئر وېنا ده سانتا به جاپان كښې د څو ورځې تېرولو نه پس بېرته فن لېنډ ته ځي۔