د پاکستان او انګلېنډ وېمنز لوبډلو ترمېنځه وړومبۍ ون ډے مېچ به په 9 دسمبر كېږي

کوالالمپور 04 دسمبر(اے پي پي) د پاکستان او انګلېنډ وېمنز لوبډلو ترمېنځه د ون ډے سېريز وړومبۍ مېچ به په كوالالمپور كښې په 9 دسمبر كېږي۔ تفصيلات له مخې د پاکستان او انګلستان وېمنز لوبډلې درې ون ډے او درې ټي ټونټي مېچونو كولو لپاره په ماليزيا كښې موجود دي۔ د سېريز دوېمه ون ډے به په 12م او درېمه ون ډے به په 14م دسمبر كېږي او د دې نه پس به د درې ټي ټونټي مېچونو سيريز كېږي