د پاكستان په ضد د دوو ټېسټ مېچونو سيريز له سري لنكن لوبډله د كرونارتنے په مشرۍ كښې پاكستان ته راځي۔ اولنې ټېسټ به په 11 دسمبر كولې شي

کولمبو ۔ 04 دسمبر (اے پی پی) د پاكستان په ضد د دوو ټېسټ مېچونو سيريز كولو له د سري لنكن لوبډله د كرونارتنے په مشرۍ كښې د روانې مياشتې په 8 مه نېټه پاكستان ته راځي۔ دا دواړه مېچونه به د آئي سي سي ټېسټ چېمپئن شپ برخه وي۔ د آئی سی سی ټیسټ چیمپئن شپ سیریز اولنې ټېسټ مېچ به د روانې دسمبر مياشتې 11 مې نېټې څخه تر 15 مې پنډی کرکټ سټېډیم او دوهم او وروستې ټېسټ مېچ به 19م نېټې څخه تر 23م نېشنل کرکټ سټېډیم کراچی كښې كولې شي۔ سرنګا لکمل دوه ټېسټ مېچونو له د پاكستان دوره كوؤنكې لوبډله كښې شامل دے۔ په دې لړ كښې سري لنكن كركټ بورډ وړاندې نه د 16 كسيزه سكواډ اعلان كړې۔ د سری لنکن لوبډلې مشري به دیمتھ کرونارتنے كوي په نورو لوبغاړو كښې انجیلو میتھیوز، چندیمل، کوسال پریرا، نیروزن ډکویلا، سرنګا لکمل، سنداکان، کاسون راجتھا، وشوا فرنینډو، لاهیرو کمارا، لاستھ ایمبولدینیا، دلروان پریرا، دھننجایا ډی سلوا، لاهیرو تھیریمانے او اوشاندہ فرنینډو شامل دي