د پاكستان سري لنكا لوبډلو ترمېنځه وړومبې ټېسټ مېچ به په 11م دسمبر كېږي

کولمبو 05 دسمبر (اے پی پی) د پاكستان په ضد د دوو ټېسټ مېچونو سيريز كولو له د سري لنكن لوبډله د كرونارتنے په مشرۍ كښې د روانې مياشتې په 8 مه نېټه پاكستان ته راځي۔ دا دواړه مېچونه به د آئي سي سي ټېسټ چېمپئن شپ برخه وي۔ د آئی سی سی ټیسټ چیمپئن شپ سیریز اولنې ټېسټ مېچ به د روانې دسمبر مياشتې 11 مې نېټې څخه تر 15 مې پنډی کرکټ سټېډیم او دوهم او وروستې ټېسټ مېچ به 19م نېټې څخه تر 23م نېشنل کرکټ سټېډیم کراچی كښې كولې شي۔ سرنګا لکمل دوه ټېسټ مېچونو له د پاكستان دوره كوؤنكې لوبډله كښې شامل دے۔