د پاكستان او سري لنكا ترميځھ دوهم او وورستې ټېسټ مېچ سبا پېل كېږي

اسلام آباد ۔ 17 دسمبر (اے پی پی) د پاکستان او سری لنکا کرکټ لوبډلو ترمينځھ ددوه ټېسټ مېچونو سيريز دوهم او وروستې مېچ سبا زيارت ورځې څخه نېشنل کرکټ سټیډیم، کراچۍ كښې پېل كېږي۔ مېچ څخه وړاندې به دواړه لوبډلې نن د شورؤ په ورځ سټېډیم كښې پرېکټس کوي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځھ دلته دې څخه وړاندې د كال 2009ﺀ فرورۍ مياشت كښې مېچ شوې وو كوم چې يو برابر پاتې شوې وو۔ د پاكستان لوبډلې كراچۍ كښې 41 ټېسټ مېچونه كړي دي كومو كښې چې ئې په 21 كښې بريا ترلاسه كړی۔ دې نه وړاندې د دوړو لوبډلو ترمينځھ د دوه ټېسټ مېچونو سيريز اولنې مېچ پنډۍ كښې شوې وو كوم چې د باران او كمې رڼا له امله د كومې نتيجې نه غېر ختم شوې وو۔ بلخوا د نېشنل کرکټ سټیډیم کراچۍ څلورو واړو اړخونو ته د امنيت فول پروف انتظامات شوي دي۔ دسري لنكا لوبډله به د دیمتھ کرونارتنے په مشرۍ كښې او پاكستانۍ لوبډله به د اظهر علی په مشرۍ كښې مېدان ته كوزيږي۔ د ټېسټ کرکټ په تاريخ كښې د پاكستان او سري لنكا ترمينځھ اولنې مېچ د كال 1982ء مارچ مياشت كښې كراچۍ كښې شوې وو۔ دغه مېچ كښې د پاكستان مشري جاوېد میانداد او د سری لنکن کرکټ لوبډلې مشري بندولاورناپورا كړې وه۔ پاكستان په دغه مېچ كښې 204 رنز سره كاميابي ترلاسه كړې وه