د پاكستان او انګلينډ ويمنز ترمينځه درېم او آخري يوه ورځنۍ نړيوال كركټ مېچ (نن)كېږي

كوالالمپور 13 دسمبر(اے پی پی)د آئي سي سي وېمنز چيمپئن شپ په لړ كښې د پاكستان او انګلينډ كركټ لوبډلو ترمينځه درېم او آخري يو ورځنې نړيوال مېچ (نن) د خالي په ورځ كوالالمپور كښې كېږي۔انګلينډ ويمن ته د پاكستان په ضد د درې ميچونو سيريز كښې د 0-2 پرېكنده بريا ترلاسه ده٬په وړومبي ون ډے مېچ كښې انګلش ډلې ګرين شرټس ته پھ آسانۍ سره 75 رنز او دوهم مېچ كښې 127 رنزنو سره ماتې وركړې ده٬ د دواړو ډلو ترمينځه د سيريز درېم او آخري ون ډے مېچ به د دسمبر په 14مه نېټھ كېږي