د وزيراعظم عمران خان د پوليو مخ نيوي قومي كمپائن پرانستې دستورې ته وېنا

اسلام آباد 13 دسمبر(اے پی پی) وزيراعظم عمران خان وئېلي دي پاكستان څخه د پوليو خاتمې له دې ټول قوم په ګډه هڅې وكړي٬د پوليو مخ نيوي قومي كمپائن د هېواد سباؤن له ډېر ضرورې دې٬كه په پوليو قابو ونه موندلې شي نو په نړيواله كچه به مسئلې رامخې ته شي۔د پوليو له امله د هېواد تشخص خراب ليدل نه غواړو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې پھ ورځ د پوليو مخ نيوي قامي كمپائن پرانستې دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړه۔ وزيراعظم د پنځو كلونو څخه د كم عمر ماشومې ته د پوليو څاڅكي وركولو سره كمپائن په باقاعده توګه پیل كړو۔وزيراعظم دستورې ته خطاب كښې ووئيل د پوليو مخ نيوي كمپائن كښې دوه لكه 60 زره وركرز برخه اخلي٬د كمپائن پھ مهال به د پنځو كلونو څخه د كم عمر 4 كروړه نه زياتو ماشومانو ته د پوليو څاڅكي وركولې شي۔ده په مور پلار او په خاص توګه په مېندو زور راوړو چې هغوي خپلو بچو ته د پوليو څاڅګي وركول باوري كړي او كه د پوليو ډله دوي ته نه رارسي نو دوي دې په خپله د پوليو څاڅكي وركولو له خپل ماشومان د پوليو ډلو ته ورسوي۔ده ووئيل له بده مرغه پاكستان هغه دوه هېوادونو كښې شامل دې چرته چې نن هم د پوليو وائرس موجود دې٬دا زمونږ لپاره د شرم خبره ده٬ده د پوليو مخ نيوي له كار كوونكي قومي اتلان ګرځولو سره ووئيل دوي د عسكريت خوښو لخوا د نښې جوړېدو باوجود دا كمپائن كاميابۍ سره روان ساتلې او داسې سيمو ته هم رسېدلې دي چرته چې د سختو موسمي حالاتو له امله رسېدل مشكل وو۔ده ووئيل پوليو ته ماتې وركولو له به اولس له د حكومت مرسته كول وي۔ ده دې كمپائن لپاره د مرستې كوونكو او كردار ترسره كونكو ادارو مننه وكړه۔د دې نه وړاندې د وزيراعظم د صحت خصوصې مرستيال ډاكټر ظفر مرزا دستورې ته خطاب كښې ووئيل د روان كال په مهال د پوليو اتلس كيسونه رامخې ته شوي٬د پوليو مخ نيوي كمپائن فعاله جوړولو له د هر اړخ جاج اخستلې شوې دې۔ ده وزيراعظم ته باور وركړو چې پاكستان پوليو څخه د پاكولو لوظ به پاللې شي