د هند قابض حكومت دې د بشري او نړيوالو قوانين برعكس په مقبوضه كشمير كښې د ځوانانو٬ كوچنيانو او د مېرمنو عام وژنه بنده كړي

APP77-23 NEW YORK: September 23 - Prime Minister Imran Khan speaking during Secretary-General’s Climate Action Summit at UN Headquarters. APP

اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د هند قابض حكومت دې د بشري او نړيوالو قوانين برعكس په شخړيز كشمير كښې د ځوانانو٬ كوچنيانو او مېرمنو قتل عام بند كړي٬ د خپلواكۍ حق لپاره د عمل په مېدان كښې تينګ ولاړو مېړنو كشميريانو ته سلام كوٶ او په ثابت قدمۍ دوي سره ولاړ يو٬ مونږ له نړيوال ضمير٬ د نړيوال قوانين پاسدارانو سلامتي كونسل ته غږ كول پكار دې چې ھغوي په مقبوضه كشمير كښې د هندي حكومت د ناجائزه قبضې په ضد اقدامات وكړي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم خپل ټويټ پېغام كښې كړې۔ وزيراعظم ووئيل اوسنې حكومت د رسول کريم ۖ د روښانه فرامينو په خاص توګه د خطبه حجة الوداع په رڼا كښې د پاكستان د دستور له مخې بې له كوم امتيازه د ټولو وګړو د حقونو تحفظ له عزم لري۔ ده ووئيل د بشري حقونو د نړيوالې ورځ په موقع اسلامي نړۍ له د مساوات، عدل ٬ انصاف او د بشري حقونو د تحفظ ھغه پېغام ياد ساتل پكار دې كوم چې زمونږ خوږ نبيۖ 14 سوه كاله اګاهو وركړې ٶ٬ دا پېغام د بشري حقونو او د انسانيت د تكريم او تعظيم غوندې د ارفع اوصافو دے۔ وزيراعظم ووئيل مونږ داغوښتنه كوٶ چې د هند قابض حكومت د بشري او نړيوالو ټولو قوانينو برعكس په مقبوضه كشمير كښې د ځوانانو٬ كوچنيانو او د مېرمنو قتل عام بند كړي٬ د خپلواكۍ حق لپاره د عمل په مېدان تينګ ولاړو مېړنيو كشميريانو ته سلام كوٶ او په ثابت قدمۍ دوي سره ولاړ يو۔ده ووئېل مونږ له نړيوال ضمير٬ د نړيوال قوانين پاسدارانو سلامتي كونسل ته غږ كول پكار دې چې ھغوي په مقبوضه كشمير كښې د هندي حكومت د ناجائزه قبضې په ضد اقدامات وكړي۔ ده ووئيل مونږ د هندي حكومت په مقبوضه كشمير كښې د 4 مياشتو نه د زياتې مودې د محاصرې سخته غندنه كوٶ۔(ګ ل