د هند او وېسټ انډيز ترمينځه درېم او ورستې نړيوال ټي 20 كركټ مېچ سبا كولې شي

ممبئی ۔ 09 دسمبر (اے پی پی) د هند او وېسټ انډيز كركټ لوبډلو ترمينځھ د درېو نړيوالو ټی 20 مېچونو سيريز درېم مېچ سبا شورؤ ورځې څخه مبمۍ كښې كېږي۔ د دواړو لوبډلو ترميڼځھ د درې مېچونو سيريز 1-1 سره برابر دې۔ كوربه لوبډلې وېسټ انډيز ته په اولني مېچ كښې په 6 وكټونو سره ماتې وركړې وه او مېلمه لوبډلې دوهم ټي ټونټي مېچ كښې كم بېك كولو سره هند ته په 8 وكټو ماتې وركړې او سيريز ئې 1-1 سره برابر كړې ۔ هندۍ لوبډله به د ويرات كوهلي او دوېسټ انډيز لوبډله به د کېرون پولارډ په مشرۍ كښې مېدان ته راوځي۔ د دواړو لوبډلو سرلوبغاړو پرېكنده مېچ كښې كاميابۍ له بيانونه جاري كړي۔ بلخوا د پرېكنده مېچ په حېث د دواړو لوبډلو ترمينځھ د سختې سيالۍ امكان هم دے