د قامي اسمبلۍ غونډه٬ په شمالي وزيرستان كښې د ترهه ګرو په بريدونو كښې د شهيدو شوو پوځي ځوانانو بخښنې لپاره فاتحه وشوه

اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي)په قامي اسمبلۍ كښې په شمالي وزيرستان كښې د ترهه ګرو په بريدونو كښې د شهيدو شوو پوځي ځوانانو بخښنې لپاره فاتحه خواني شوې ده ۔د جمعې پھ ورځ د قامي اسمبلۍ غونډې په پېل د دوهم سپيكر په وېنا مولانا عبدالواسع د ترهه ګرو په بريدونو كښې د شهيد شوي حوالدار شېرزمان او عسكر محمد جواد بخښنې لپاره فاتحه خواني وكړه