د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر د بدعنوانۍ مخ نيوي نړيوالې ورځې په موقع سېمينار ته وېنا

اسلام آباد 09 دسمبر (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر وئېلي دي د بېلا بېلو ادارو ترمينځه كوټلې همكارۍ سره په بدعنوانۍ قابو موندلې كېدې شي٬د بدعنوانۍ خاتمه د ټول قام غږ دے٬تر څو چې كرپشن نه وي ختم شوې هېواد به پرمختګ ونه كړي۔ده دا خبرې د ګل په ورځ په ايوان صدر كښې د بدعنوانۍ مخ نيوي نړيوالې ورځې په موقع سېمينار ته په خپله وېنا كښې وكړی۔ده ووئيل د بدعنوانۍ په وجه د بې روزګارۍ او غربت غوندې ستونزې راپیدا كېږي٬بايد مونږ بدعنواني كوونكي په ګوته كړو او دا لعنت ختم كړو۔ده ووئيل د بدعنوانۍ په وجه كاروباري چارې ځپلې كېږي٬د پرمختيائي پروژو رفتار كم شي او لګښت زيات شي ۔ده ووئيل نېب د بدعنوانۍ مخ نيوي لپاره موثر اقدامات كړي ٬د نېب چيئرمېن پھ مشرۍ كښې نېب د غوره كاركردګۍ څرګندونه كوي۔ده ووئيل د تېرو پنځو كلونو په مهال خېبرپښتونخوا كښې تر ټولو زيات 172 بلونه پاس شوي ۔ده ووئيل په بېلا بېلو معاملو د حكومت او اپوزېشن دريځ مختلف دے خو په قامي معاملو مونږ ټول يو دريځ لرو۔ده ووئيل د بېلا بېلو ادارو ترمينځه همكارۍ سره په بدعنوانۍ قابو موندلې كېدې شي٬د بدعنوانۍ خاتمه د ټول قام غږ دے۔ دعه ووئېل تر څو چې كرپشن نه وي ختم هېواد به پرمختګ اونه كړي