د روس او چين ترمينځه د وړومبې رابطه پل د جوړېدو كار ترسره شو

ماسكو 03 دسمبر (اے پي پي) د روسيې او چين ملاوېدونكې پل د جوړېدو كار د 431 مليونه ډالرو په لګښت سره بشپړ شوے۔ پل به راتلونكې كال د سپرلي په موسم كښې ټرافېك لپاره پرانستلې شي۔ د روس د پرمختګ وزارت چارواكو وئېلي دي چې رابطه پل د چين او روسيې ترمينځه په آمور درياب جوړ كړې شوے۔ دا پل د روسيې بلاګوويش چينسك ښار او د چين هيلونګ جيانګ شمالي ښار يو بل سره تړي۔ د دې وړومبۍ رابطه پل مقصد د دواړو هېوادونو ترمينځه شريكو اړيكو ته وده وركول او كركيلې منصوعات تجارتي حجم كښې زياتوالې كول دي