د داخله وزير اعجاز احمد شاه د اروپائي ائتلاف سفيرې اندروله كمينارا سره ملاقات

APP65-13 ISLAMABAD: December 13 - Interior Minister Brig (Retd) Ijaz Ahmad Shah in a meeting with European Union Ambassador Androulla Kaminara at Ministry of Interior. APP

اسلام آباد 13 دسمبر(اے پی پی) داخله وزير اعجاز احمد شاه د اروپائي ائتلاف سفيرې اندروله كمينارا سره په داخله وزارت كښې ملاقات وكړو۔د ملاقات په مهال د شريكې خوښې چارو پشمول په اېف اے ټي اېف او نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د جمعې پھ ورځ د داخله وزارت لخوا د جاري كړی شوې اعلاميې له مخې سفيرې ووئيل چې هيله ده د پاكستان اېف اے ټي سره اړوندو چارو كښې به ښه والې رامخې ته شي۔ دې ووئيل مني لانډرنګ٬د ترهه ګرۍ مخ نيوې او په نورو مهمو سرخطونو به سېمينارونه كولې شي۔داخله وزير د دې مثبت ګام هركلي كولو سره ووئيل په دوه اړخيزه چارو كښې مرسته باوري كولو له به ټولې ممكنه هڅې كوو۔سفيري ووئيل په غېر قانوني توګه بهر هېوادونو ته د تلونكو خلكو مسئله يوازې د پاكستان نه ده۔ داخله وزير ووئيل مونږ به په خپله توګه د دې مسئلې حل له ټول ضروري ګامونه پورته كوو۔ سفيرې ووئيل مونږ پھ وفاقي او صوبائي كچه پراجېكټ لانچ كول غواړو