د امريكې په ايوان كښې د فلسطين د دوه رياستي حل په ملاتړ كښې بل منظور كړے شو

واشنګټن 08 دسمبر (اے پي پي) د امريكې په ايوان كښې د فلسطين د دوه رياستي حل په ملاتړ كښې بل منظور كړے شو. د امريكې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ليكلي دي چې ايوان نمائندګان د داسې يو بل په اكثريت سره منظوري وركړې ده په كوم كښې چې د فلسطين د شخړې د دوه رياستي حل ملاتړ شوے. ورځپاڼې ليكلي دي چې كه هر څو دا قرارداد علامتي شان دے خو دې اولس مشر ټرمپ او د هغه انتظاميه قهرجنه كړې كوم چې د دوه رياستي حل نه د فرار لار ګوري. په بل كښې دا پېغام وركړے شوے چې د فلسطين مسئلې په اړه د اولس مشر ټرمپ د دريځ نه د امريكې دريځ بدل دے. اسرائيل ته هم يو پېغام وركړے شوے چې د اوسنې انتظاميې لخوا د اسرائيل په اړه اقداماتو سره د ډېموكرېټك ګوند كوم تعلق نشته.